د وقف املاك اېكټ په لړ كښې به ډېر زر علماﺀ او مشائخو باندې زېرے وكړو، د جوماتونو او مدرسو به په هره كچه تحفظ كولې شي. د حافظ طاهر محمود اشرفي علماﺀ و مشائخ كنونشن ته وېنا

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص مرستيال حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د وقف املاك اېكټ په لړ كښې به ډېر زر به علماﺀ او مشائخو زېرے وكړو، د جوماتونو او مدرسو به په هره كچه تحفظ كولې شي. ده دا خبرې په جامعه مسجد معاذ بن جبل كښې علما و مشائخ كنونشن ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع مولانا نعمان حاشر، مولانا عبید ﷲ ګورماني، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا ابو بکر حمید صابري، علامه طاهر الحسن، مولانا حبیب الرحمان عابد، مولانا قاسم قاسمي، مولانا الیاس مسلم، مولانا نائب خان، مولانا محمد شهباز او نور هم موجود وو. د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل بايد قاضي او مفتي معتصب نه وي. ده ووئيل د مدرسو او جوماتونو ذمه وار كه كوم شكايت لري نو حاضر يو. ده ووئيل د اقليتونو د حقونو تحفظ لپاره منبر او محراب خپل كردار ترسره كوي، د اقليتونو حقونه به غصب كولو له ورنه كړو. ده ووئيل د مذهبي همغږې په نتيجه كښې به رواداري، محبت او اخوت راپېدا شي. د مدرسو رجسټرېشن، بنك اكاٶنټ او نورې چارې به د نوي تعليمي كال نه وړاندې حل كړې شي. د مدرسو رجسټرېشن د تعليم وزارت سره تړل د حكومت كارنامه ده. ده ووئيل په مدرسو، جوماتونو او عبادت ځايونو كښې به د مارچ د وړومبې نېټې څخه د مارچ تر 30مه نېټې د يو قام يو منزل، امن، اخوت او اعتدال په عنوان استحكام پاكستان كانفرنسونه، سېمينارونه، اجتماعات او علماﺀ و مشائخ كنونشنز كولې شي