د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې غونډه

اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د (پخوانۍ فاټا) ضم شوو سيمو كښې د پرمختګ په اړه د پیشرفت جاج اخستو لپاره غونډه وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر اسد عمر، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیرسېنېټړ شبلی فراز، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او سینئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان، د خیبرپښتونخوا خزانې وزیر تیمور سلیم جھګړا، د پنجاب د خزانې وزير هاشم جواں بخت د ویډیو لنك د لارې ګډون وكړو۔د غونډې نه پس وفاقی وزیر شبلی فراز ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ غونډه كښې د پخوانۍ فاټا سيمو د پرمختيائي پروژو جاج واخستلے شو ۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړے چې د فاټا اولس زما زړه ته نزدے دے او فاټا كښې زر تر زره پرمختګ غواړم