د وزیراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ په سبب كاروبار او د انسانی ژوند تحفظ سره معیشت كښې ښه والې رامخې ته شوے ، وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار

اسلام آباد 13جنوری (اے پی پی) د اقتصادی چارو وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډائون پالېسۍ په سبب كاروبار او د انسانی ژوند تحفظ سره معیشت كښې ښه والې رامخې ته شوے۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې مخدوم خسرو بختیار ووئيل د كورونا وائرس وبا په وجه يو پلو په نړيوال معیشت كښې منفی 4.3 فیصد كمے رامخې ته شوے نو بل پلو د وزیراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډائون پالېسۍ په سبب كاروبار او د انسانی ژوند تحفظ سره د اقتصادی مرستې پیكیج له امله كاروبار او معیشت كښې ښه والې رامخې ته شوے او د دې عكاسی هېواد كښې د لويو صنعتونو پیداوار كښې د زياتوالې نه هم كيږي۔ ده ووئيل نومبر 2020 كښې د لويو صنعتونو پیداوار د نومبر 2019 په مقابل كښې 14.5 فیصد زيات شوے ۔دا خبره دې ياده وي د پاكستان د شمياريات بیورو (پی بی اېس) له مخې د لويو صنعتونو پیداوار د ایل اېس اېم آئی له مخې نومبر 2020 كښې 14.46 فیصد زيات شوے ، د اكتوبر په مقابل كښې نومبر مياشت كښې د لويو صنعتونو پیداوار اضافې شرح 1.35 فیصد وه۔ د مالی كال وړومبنو 5 مياشتو كښې د لويو صنعتونو پیداوار د تير مالي كال دومره مودې په مقابل كښې 7.41 فیصد زيات ریكارډ كړے شوے