د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابنيې غونډه

APP87-25 ISLAMABAD: April 25 – Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi chairs meeting of the Federal Cabinet at PM Office. APP

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په وزيراعظم آفس كښې وشوه۔ غونډه كښې د د وفاقي او د صوبائي كلن پرمختيائي سكيمونو په چارو او د بجټ تيارۍ ته حتمي شكل وركولوواو د منظورۍ د چارو جاج واخستې شو٬ کابینې د پاك ۔ چین اېف ټي اے له مخې د خاص فورس د تربيې د لوظنامې٬ انټېليچوئل پراپرټي ټرېبونل د پريزائيډنګ آفسر ټاكنه ٬ د ان لېنډ رېونيو اپېلټ ټرېبونل چيئرمېن ټاكنه او په ليګل پرېكټيشنر او بار كونسل اېكټ 1973 كښې د بدلون هم منظوري وركړه۔ غونډه كښې د داروګانو لائسنس ٬ رجسټرېشن٬ تشهير او د جمو او كشمير اېډمسنټرېشن آف پراپرټي رولز كښې د تجويز كړې شوې بدلون پحقله د قانون چارو په لړ كښې د كابينه كمېټۍ د سفارشاتو توثيق وكړو۔ كابينې توان لپاره د كابينه كمېټۍ كښې د اپرېل په 2 او 3مه نيټه د شويو پرېكړو توثيق وكړو او دغسې د پاك نائجيريا فضائيه كښې د خاص فورسز د تربيې د لوظنامې هم منظوري وركړې شوه ۔ غونډه كښې د سیاسي او معاشي صورتحال پشمول په 18 نكاتي اېجنډا غور۔ کابینې سپارښتنه وكړه چې محصولاتو وصولۍ او راروان هدف ته دې حتمي شكل وركړې شي۔ کابینې د پاك چين الېكټرانك اوريجن ډېټا د دوه اړخيزه شېئرنګ لوظنام٬ د كابينې د ليګل پرېكټيشنر او د بار كونسل اېكټ 1973 كښې د بدلون٬ د وفاقي كابينې د بورډ آف انوسټمنټ تنظيم نو٬ دغسې كابينې د انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ د تحليل كولو منظوري وركړه۔ د دې نه علاوه كابينې د توان كمېټۍ او د قانوني چارو ترسره كولو د كمېټۍ د پرېكټرو توثيق او د كامران بشارت مفتي د انټېلېچوئل پراپرټۍ ټرېبونل پريزائيډنګ افسر٬ د غلام مصطفیٰ مېمن د كراچۍ د خاص عدالت د اېډمنسټرېشن جج غوره كولو او د شاهد مسعود منظر د اپېلټ ټرېبونل ان لېنډ ريونيو د چيئرمېن په توګه د ټاكنې منظوري وركړه ۔ د دې نه علاوه كابينې د پاكستان او بېلاروس ترمېنځه د كسټم ډېټا اېكسچېنج لوظنامه٬ د پاكستان او نيپال اېډيټر جنرلز ترمېنځه لوظنامه او د پاك تاجك آډيټر جنرل كښې د پبلك سېكټر آډيټنګ لپاره د مرستي د يادښتونو هم منظوري وركړه ۔ کابینې د صنعتونو او د پېداوار وزارت د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ د تحليل كولو خپله پرېكړه په ځائ وساتله