د وزيرِ اعظم عمران خان د ترسيلات زر او هېواد كښې د زرمبادله ذخيرو زياتوالي په اړه غونډې ته وېنا

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان امر كړے جې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له هېواد كښې د سرمايه كارۍ بهتره موقعې او د ترسيلات زر په اړه هر ډول ممكنه اسانۍ وركړئ۔ دا امر ده د زيارت په ورځ د ترسيلات زر او هېواد كښې د زرمبادله ذخيرو زياتوالي په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د خزانې سېکرټري ، د اسټېټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ترسيلات زر او د زرمبادله پانګې زياتولو په اړه په بېلا بېلو اقداماتو او تجويزونو غور وشو۔وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل د هېواد د معيشت استحکام او بهترۍ لپاره برآمدات ،د درآمد بدل (امپورټ سبسټي ټيوشن)، غېر ملکي سرمايه کاري ، ترسيلات زر او د زرمبادله پانګو په زياتوالي كښې د كليدي كردار وړ اقدامات دي او دې ته حكومت خاص پاملرنه كوي۔ وزيراعظم په دې مهال امر وكړو بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو به په هېواد كښې د سرمايه كارۍ بهتره موقعې او د ترسيلات زر په اړه ټولې ممكنه آسانۍ وركولو سره په دې حقله مراعات وركړئ