د وزيراعظم قامي اسمبلۍ كښې د بجټ سېشن په مهال وېنا

APP59-25 ISLAMABAD: June 25 – Prime Minister Imran Khan addressing during National Assembly session. APP

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي زه چا سره دښمنې نه لرم ٬ نه د چا نه بدل اخستل غواړم ٬ تر څو چې د ليډر شپ احتساب نه وي شوے ٬ هېواد مخ په وړاندې تګ نه شي كولے ٬ د شتمند او بې وسه ترمېنځه زياتېدونكے فرق د پرمختګ په لاره كښې د ټولو نه لوي خنډ دے ٬ د کشمير كشاله پوائنټ آف نو ريټرن ته رسېدلې ٬ بيا بيا ووئيل شول حکومت د کرونا وائرس پحقله كنفيوژن سره مخ دے، كه ګرده نړۍ كښې چرته په دې لړ كښې كنفيوژن نه ؤ نو ھغه بس زمونږ حكومت ٶ٬ زما د يو بيان حواله وركړۍ چې پكښې كنفيوژن وي٬ لاك ډاٶن څخه لاندينۍ طبقه بې روزګارېږي، حکومت زرعي څانګې ته د بشپړه كار كولو اجازه وركړې ځكه چې د 22 كروړه اولس د غذائي ضرورتونو هم خيال ساتل دي، حکومت د يوې لوي طبقې د مرستې هم احساس لري كومه چې بې روزګارېدو سره په كور ناسته ده، ديهاړي مار٬ چهولو والا٬ كوچني دكانداران، رکشه چلوٶنكي، د تعميرات په څانګه كښې كار كوونكې پېنټرز، ويلډرز، ھغه خواري كښ چې ټوله ورځ خواري وكړي او ماښام خپلو بچو له د خوراك بندوبست كوي٬ دا ټول ځپلې شوي، داسې كسانو لپاره مونږ په احساس پروګرام كښئ د معاونت كولو پرېكړه كړې كوم چې په تاريخ كښې د سماجي تحفظ د ټولو نه لوي پروګرام دے، مېرټ او د ليډر شپ احتساب د جمهوريت بنيادي اصول دي’ كه هېواد كښې په صحيح معنو كښې د احتساب عمل ونه چلېدو نو مونږ به مخ په وړاند تګ ونه كړے شو،د قحطې ملخانو خاتمې لپاره حكومت خپلې بشپړه هڅې كوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وزيراعظم د كرونا وبا مخ نيوي لپاره د حكومتي اقداماتو او پاليسو٬ د معيشت صورتحال ٬ په خارجه محاذ د پاكستان د كاميابو تفصيلي ذكر وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د قحطې ملخانو خاتمې لپاره حكومت خپلې بشپړه هڅې كوي،په دې لړ كښې د جنورۍ 31م نيټې څخه اېمرجنسي ډېكليئر شوې ٬ حکومت اېن ډي اېم اے له بشپړ واك وركړے او ورته ئې وئيلي دي چې څومره خرڅونه كولے شۍ وكړۍ ٬ حكومت به فنډز دركوي٬ ځكه چې مونږ پوهيږو چې قحطې ملخانو څخه پاكستان ته زيات زيان رسېدے شي٬ په دې موقع هېواد ته د كرونا راتللو چې په سوب د قحطې ملخانو مخ نيوي لپاره په ځينې سپلائز كښې مسئله راغله خو يو شمېر څيزونه زمونږ په لاس كښې وو۔ ده ووېل قحطې ملخان د افريقې نه راغلل ٬ مونږ پاكستان كښې كنټرول لپاره هڅې كوٶ خو د ايران او ګاٶنډي هېوادونو مونږ هېڅ نشو كولے٬ ځكه چې د قحطې ملخانو پېټرن كوي٬ ټول قام له به په ګډه د دې آفت مقابله كول وي۔ وزيراعظم د کرونا وائرس وبا مخ نيوي لپاره د حكومتي پاليسو او اقداماتو دفاع كولو سره ووئيل كوم خلق چې د پرمختللې هېوادونو مثال وركوي ھغوي له دا پوهه پكار ده چې زمونږ او د ھغوي په صورتحال كښې ډېر فرق دے٬ نيوزي لېنډ كښې د وړاندې نه سماجي فاصلې وې٬ پاکستان كښئ كچه آبادۍ او بې وسه بستۍ دي چرته چې په يوه او دوه كوڼو كور كښې د اتو نه تر لسو كسان مېشته دي۔ ده ووئېل زما د لومړۍ ورځې څخه دا موقف ٶ چې مونږ د نورو هېوادونو نه مختلف يو ٬ مونږ له خلق د كرونا او غربت دواړو نه بچ كول دي٬ په دې لړ كښې په ما تنقيد وشو٬ د کابينې ځينې غړو هم ووئيل لاك ډاٶن پكار دے۔ وزيراعظم ووئيل د كرونا وائرس وبا پحقله هر هېواد خپله تجربه كوله ، هند سخت لاك ډاٶن وكړو چې په نتيجه كښې ئې د لكهونو په شمېر كسان د غربت د كرښې نه لاندې په ژوند كولو مجبور شول ۔ده ووئېل پرون د نيويارك ټائمز په يو راپور كښې وئيلي شوي چې هند كښئ 34 فيصده خلق زيات بې وسه شوي