د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې د زرعي پېداوار استعداد زياتولو او د وېليو چېن په اړه غونډه

لاهور 15 جنوري(اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې د زرعي پېداوار استعداد زياتولو او وېليو چېن په اړه د جمعې په ورځ غونډه شوې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر، مخدوم خسرو بختيار، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان احمد بزدار، صوبائي وزيرانو سيد حسېن ګردېزي، محمد سبطين خان، د وزيراعلي د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان او نورو لوړ پورو ګډون وكړٶ۔ د وزيراعلي صلاحكار ډاکټر سلمان شاہ په زرعي پېداوار كښې د وزيراعظم د وژن له مخئ د اضافې او وېليو چېنز ودې پحقله په تجويزونو بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته د كروندګرو د مالي معاونت لپاره د كسان كارډ په اجراء هم بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د پنجاب حکومت دې د كر كېلې پېداواري استعداد او معيار ښه كولو لپاره ويليو چېن له جلا او جامع اېكشن پلان مرتب كړي۔ وزيراعظم امر وكړو چې 60 فيصده آبادي كركېلې سره تعلق لري دې لپاره د دې څانګې پرمختګ او دا په جديد خطوطو استوارولو ته دحكومت پام لرنه وكړي ۔