د وزيراعظم عمران خان د سري لنکا دورې شريكه اعلاميه جاري شوه

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان د سري لنکا دوري په آخر كښې د شورو په ورځ شريكه اعلاميه جاري كرې شوې۔وزيراعظم عمران خان د وفاقي وزيرانو ،سينئر چارواكو سره د اعلي پائي پلاوي سره د سري لنکا صدر ګوتابايا راجه پاکسے په بلنه د سري لنکا دوه ورځنۍ دوره وكړه۔ د وزيراعظم چوكۍ سنبھالولو نه پس د وزيراعظم عمران خان دا د سري لنکا وړومبنۍ وره وه۔کولمبو ته په رسيدو د وزير اعظم تود هركلے وكړے شو۔دوه ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم عمران خان د پلاوي په كچه د سري لنکا صدر ګوتابايا راجه پاکسے او وزير اعظم مهندا راجه پاکسے سره ملاقاتونه كړي، د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې په بيلو څانګو كښې د ګڼ اړخيزه اړيكو په تفصيل سره بيا جاج واخستلے شو۔ خبري اتري په شريك باور او احترام اډانه په ښه چاپيرچل كښې شوي۔ډلو په اونيو كښې د خارجه سيكترانو په كچه دوه اړڅيزه سياسي مشاورت، د شريك اقتصادي کمېشن ناستې او د تجارت سيکرټريز په كچه خبري اتري مخ په وړاندې بوتللو،نزدې او پرله پسې مشاورت روان ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔ ډلو د كوټلي تګلارې ترمخه مرستې لا مستحکمولو،د پرله پسې ملاقاتونو كولو، او د پلاويو په كچه تبادلو ته وده وركولو، د مشاورت عمل مخ په وړاندې بوتللو او د اړوندو ادارو ترمينځه مرسته روانه ساتلو ته صلاح شوي۔ د وزيراعظم عمران خان د ” امناكه ګاونډ”ويژن ترمخه د سري لنکا سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د پاکستان د اړخه د مرستې كولو پخلے وكړے شو ۔ډلو كلتوري رابطو ته وده وركولو، د بشري وسائلو پرمختګ او بيلو څانګو كښې د كار استعداد زياتولو سره سره د تعليمي او تکنيکي مرستې جاج واخست۔ پاکستان د پاك۔سري لنکا هائر ايجوکيشن کوآپريشن پروګرام (پي ايس ايل ايچ اي سي پي) ترمخه د طب تعليم (اېم بي بي اېس او بي ډي اېس) 100 اسکالرشپ هم اعلان كړل دغسې سري لنکا د بشري وسائلو حقونو پرمختګ او صلاحيتونه زياتولو له د پاکستان مرسته وستائله۔د شورو په ورځ د آثار قديمه ځايونو په اړه د مذهبي سيلګرۍ پراخه موقعو او د ګندھارا تهذيب پخوانۍ او كلتوري خپلولي محسوسولو سره د سيلګرۍ په اړه د مرستې اهميت په زياتولو زور راوړو ۔دغسې پاکستان په يونيورسټي آف پيراډينيه کينډي كښې ايشين تهذيب او كلتوري مرکز جوړولو اعلان وكړو۔ دواړه ډلو اولسي رابطو ، سيلګرۍ ، تجارت او كلتور ته وده وركولو لپاره د فضائي رابطو زياتولو اهميت اومنلو۔ دغسې د داړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه کارۍ زياتولو له د نوي لارې لټولو لپاره په 24 فروري 2021 د اعلي پائې پاك۔سري لنکا کنفرنس كښې د شريكې خوښې په بيلو څانګو كښې اقتصادي اړيكو قوي كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه کارۍ اهميت زياتولو له د لوظ پخلے وكړو