د هند او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځھ دوهم او وروستې ټي ټونټي نړيوال كركټ مېچ نن كېږي۔ كېنګروز ته د هند په ضد سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده

بنګلور ۔ 26 فروری (اے پی پی) د هند او آسټرېلیا کرکټ لوبډلو ترمينځه په دوو ټی ټونټی نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دوهم او وروستې مېچ نن د شورؤ په ورځ بنګلور كښې كېږي۔ د آسټرېلیا لوبډلې ته د كوربه لوبډلې په ضد سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ کېنګروز هند ته په اولني مېچ كښې په 3 وكټو سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځھ 5 د يو ورځنو مېچونو سيريز كښې اولنې مېچ د مارچ په 2 مه نېټھ ٬ دوهم په 5 مه نېټه ٬ درېم په 8 مه نېټھ ٬ څلورم په 10 مه نېټه او پينځم او وروستې مېچ به په 13 مه نېټھ كولې شي