د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبي مېچ به د فرورې په 23مه نېټه پېل كېږي

ممبئي 21 فروري (اے پي پي) د هند او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېچونو د سېريز وړومبي مېچ به د فرورې په 23مه نېټه په پونې كښې كېږي۔ د آسټراليا د لوبډلې مشر سټيون سمتھـ دے۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دويم ټېسټ مېچ به د مارچ په څلورمه نېټه٬ دريم مېچ به د مارچ په 16مه نېټه او وروستې څلورم مېچ به د مارچ په 25مه نېټه پېل كېږي