د نيوزي لېنډ او آسټرېليا ترمينځه درېم ټی۔20 مېچ په 3م مارچ كېږي

وېلنګټن ۔26 فروری(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 مېچونو د سيريز درېم ټی۔20 انټرنیشنل مېچ په 3م مارچ وېلنګټن كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې ته د كېنګروز په ضد د پنځه مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ کیویز په اولني ټی -20 مېچ كښې آسټرېليا ته په 53رنز او په دويم كښې په 4 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د آسټرېليا لوبډله به د خپلې نيوزي لېنډ دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد د 5 ټی-20 نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه څلورم مېچ به په 05 م مارچ آکلېنډ او د سيريز پنځم او وروستې مېچ به په 7مارچ ماؤنټ مانګنوئی كښې كېږي۔ د كوربه لوبډلې مشري ولیمسن او د آسټرېلوی لوبډلې آرون فنچ كوي