د نيوزي لينډ او آسټريليا كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 ميچونود سيريز وړومبې ټي-20 ميچ به په 22 فروري كيږي

كرائسټ چرچ 15 فروري (اے پي پي) د نيوزي لينډ او آسټريليا كركټ ډلو ترمينځه د 5 ميچونو پد سيريز وړومبے ټي-20 انټرنېشنل ميچ به په 22 فروري هيګلے اوول، كرائسټ چرچ كښې كيږي۔ د آسټريليا ډله به د خپلې دورې په مهال د كوربه ټيم په ضد د 5 ټي ټوټي نړيوالو ميچونو سيريز كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د 5 ټي ټونټي ميچونو سيريز وړومبنے ميچ به په 22 فروري كرائسټ چرچ كښې كيږي، دويم به په 25 فروري ډونيډن كښې كيږي، دريم ټي ټونټي ميچ به په 03 مارچ ويلنګټن كښې كيږي، څلورم به په 05 مارچ آكلينډ دغسې 5م ميچ به په 7مارچ مائونټ مانګنوئي كښې كيږي