د نوموړي فنكار ٬ كمپئېر ٬ ليكوال او شاعر طارق عزيز اولنے تلين نن لمانځلې شي

ملتان۔16جون (اے پی پی) د نوموړي فنكار ٬ كمپئېر ٬ ليكوال او شاعر طارق عزيز اولنے تلين نن د زيارت په ورځ د جون په 17 مه نېټه لمانځلے شي۔ هغه په كال 1936كښې د هند جالندھر ښار كښې سترګې غړولې وې۔ طارق عزیز د رېديو پاكستان لاهور نه خپل پېشه ور ژوند پېل كړے و۔ په كال 1964 كښې چې پاكستان ټېلي ويژن خپل كار پېل كړو نو دغلته كار كوؤنكو اولنو شخصياتو كښې يو شخصيت طارق عزيز و۔ طارق عزیز د پاكستان ټېليويژن د اولنو خپرونو كوربه هم پاتے شوے و۔ هغه زيات او اصل شهرت په پي ټي وي كال 1975 كښې د پېل كړې شوي پروګرام نيلام ګھر د لارې ترلاسه كړو۔ پاكستان حكومت هغه ته صدارتي تمغه حسن كاركردګي هم وركړې وه۔ هغه تېر كال د جون په 17 مه نېټه د زړه حركت بندېدو له امله په حق رسېدلے و۔