د نرسرو د لارې د ښېرازه پاكستان او د كركيلې وده

رپورټ : امتياز احمد

پښتو ترجمه: محمد عامر آفريدي

 

 پاكستان د ماحوليات په منظرنامه كښې د ماحولياتي خيرنوالي، د اوبو كمي، موسمياتي بدلون او د نړيوالې تودوخې غوندې سختو ستونزو سره مخ دے. د ماحولياتي كاركردګۍ تازه نړيوال انډېكس ﴿اي پي آئي﴾ له مخې پاكستان د هغو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے كوم چې د هوا ناوړه معيار سره مخ دے. د دې ماحولياتي ستونزو لوي وجوهات د كاربن اخراج، زياتېدونكې وداني او د ځنګلات وهل دي. د نړيوالو ماحولياتي ادارو تحقيق تر مخه د كوم هم هېواد د وچې زمكې 25 فيصده برخه د ځنګلات لپاره مناسب  او انساني ژوند لپاره ډېره ضروري ګڼلې كېږي. د كال 2017م د ورلډ بېنك د پرمختيائي شمېرو له مخې په پاكستان كښې  ځنګلونه په 1.9 فيصده برخه پاتې شوي. سره د دې چې ځنګلات دومره اهميت لري او پاكستان يو زرعي هېواد هم دے،  د ونو او ځنګلاتو دومره لوئې كمے زمونږ لپاره د تعجب خبره ده او د افسوس مقام دا دے چې د ځنګلو او ونو بوټو شمېره ورځ تر بله مخ په كمېدو ده

وزيراعظم عمران خان د هېواد د ماحولياتي چېلنجونو ادراك  لرلو سره څو ځل دا خبره كړې چې مونږ د ماحولياتي خيرنوالي پشمول يو شمېر ستونزو سره مخ يو. د هېواد سباٶن لپاره به مونږ له  د اوږدې مودې منصوبه بندي كول وي. وزيراعظم عمران خان په لاهور كښې په جېلاني پارك كښې د اربن فارسټ منصوبې اوسنۍ دستورې ته په خپله وېنا كښې وئيلي وو مونږ سره د چهانګا مانګا ، كنديان، چيچه وطني او ديپالپور غوندې ځنګلې ختمې شوي، چا دا سوچ هم نه دے كړے چې د دې ځنګلاتو د خاتمې به څومره خطرناكې نتيجې رامخې ته كېږي . د تېرو 12 كلونو په مهال د لاهور 70 فيصده ونې وهلې شوي . ده واضحه كړه چې راتلونكي نسل له به پاك ماحول باوري كول وي. په 50 بېلا بېلو ځايونو به مياواكي ځنګلات لګولې شي او د دې به په لږه موده كښې ښې نتيجې راووځي.

د پاركس اېنډ هارټيكلچر اتهارټۍ ډائرېكټر جنرل جواد احمد قريشي وائي د وزيراعظم او د پنجاب وزيراعلٰی وژن له مخې په پي اېچ اے لاهور كښې د مياواكي اربن فارسټ لګولو لړې څو مياشتې وړاندې پېل كړې شوې. دا ځنګلونه په يو خاص انداز نالولې شي چې پكښې مېوه دارې ونې امرود، انار او د جامن غوندې ونې او د د موتيا او مروا ګلدار بوټي نالولې شي. دې سره به يوه زړه راكښونكې فضا هم رامخې شي چې ورله به د شهدو مچې او پتنګان بېا راځي.

د وزيراعظم وژن له مخې اوسنے حكومت عزم لري چې په ماحولياتي خيرنوالي قابو موندلو لپاره ټولې وسيلې وكارولې شي او د ونو نالولو سره د ځنګلونو زمكه زياته كړې شي . په دې لړ كښې حكومت بلين ټري پروژه پېل كړې. د ونو بوټو نالولو كمپائن نه علاوه د  نوو ځنګلاتو لګولو پروژه هم پېل كړې شوې. د دې اقداماتو په نتيجه كښې به په يقيني توګه په ماحولياتي خيرنوالي كښې كمے راشي. د دې وژن عملي كولو په لړ كښې د ونو بوټو نرسرۍ خاص اهميت لري ځكه چې د ښېرازه پاكستان خوب ته تعبير وركولو لپاره به د ونو ضرورت وي او دا ونې زياتره په دې نرسرو كښې پېدا كېږي. د ونو نالولو په كمپائن كښې په لويه شمېره د بوټو ضرورت وي او په لويه پېمانه د نرسرو نه بغېر د بوټو پېداوار ممكن نه دے

نرسرې د ارزان او معياري مېوه دارو، نمائشي او د ګل ورينو بوټو ترلاسه كولو مهمه ذريعه وي. دا غېر روايتي كركيلې ته هم وده وركوي كوم چې يو ګټور كاروبار دے. د ګل ورينو او نمائشي بوټو صنعت زياتره په لويو ښارونو كښې دے چې پكښې كراچي، حېدر آباد، لاهور، پېنډي، اسلام آباد، ملتان، فېصل آباد، كوئټه، پېښور ترناب، لاهور سره نزدې پتوكي﴿ضلع قصور﴾ وغېره شامل دي خو د پنجاب پتوكي ښار په آسيا او نيمه وچه كښې د نرسرې فارمونو مركز ګڼلے كېږي چرته چې په وړوكې او لويه پېمانه 8508 نرسري فارمونه موجود دي.

پتوكي د قصور ضلعې يو ښار دے كوم چې د ګلونو ښار ګڼلے كېږي. د لاهور، قصور او پتوكي ګڼ شمېر كلي په خاص توګه د ګلاب فصل كري او دلته تر ټولو زياتې نرسرې موجود دياو  د 40 نه تر 50 فيصده د ځائي آبادې د آمدن بنيادي ذريعه هم د ګلونو كر دے

په لاهور ملتان روډ 5 كلوميره زمكه د نرسرې بېلټ جوړ دے. دلته د نرسرو شمېره كمه زياته 186 ده. په دې نرسرو كښې بوټي په زرعي ماحولياتي حالاتو كښې د اوړي د موسمي بوټو نه واخله د ژمي او هر موسم او نسل بوټي كرلې او رامخې ته كولې شي. په پتوكي كښې اوس د دې دائره پراخا شوې  او  بوټي نورو ښارونو سره سره د دبئي او سعودي پشمول نورو بهرنيو هېوادونو ته هم لېږلې كېږي. د دې نه علاوه د اعلٰی معيار بوټي د چين، مالېزيا، هالېنډ، امريكې او د ځينې اروپائي هېوادونو څخه هم راوړلے كېږي. د دې غېر ملكي بوټو هم ډېره غوښتنه ده. د پتوكي په خاوره كښې هم يو خاص جز سېنډي لوم دے كوم چې د بوټو نالولو لپاره ډېر موزون دے.

دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې په نرسرو كښې پېدا كېدونكې ګل ورين، روايتي او نمائشي بوټي نه يوازې ښائسته ښكاري بلكې ماحول هم ښكلې كوي . يو شمېر بوټي د داروګانو خاصيت لري. د هارټيكلچر تهراپي د لارې په يو شمېرو هېوادونو كښې علاج معالجه كېږي. د دې څخه ډېر ګران څېزونه هم جورېږي . د ګلونو كاروبار د كروندګرو آمدن زياتوي ، د دې تخمونو او ګلونه پهع برآمد كولو زرمبادله ترلاسه كېدې شي

ګلونو او باغيچو سره مينه لرونكي ځائي كسان وائي چې په ښارونو او كليوالو سيمو كښې هم د نمائشي بوټو، ګلونو او مېوه دارو بوټو طلب دېر دے خو په ځائي كچه زياتره نجي نرسرې موجود دي كوم چې بوټي په ګرانه بېعه خرڅوي ځكه خو په خلقو كښې د ونو بوټو نالولو رجحان زيات نه دے. په سركاري كچه خلقو لپاره د نمائشي بوټو په ارزښتونو او د نرسرو په جوړولو غور نه دے شوے او په دې سبب د نجي نرسرو مالكان د داسې بوټو په طلب كښې د زياتوالي په نتيجه كښې د بوټو په خرڅولو ډېره ګټه اخلي . د بوټو يو اغستونكې عبدالمعز ووئيل په بوټو او ګلونو نه يوازې د كورونو ښكلا زياتېږي بلكې دا په ماحول هم ښه آغېز كوي. يو بل كس حسن علي ووئيل كه ونې بوټي نال كړے شي شي نو راتلونكي نسلونه به خوشحاله وي او مونږ به د سموګ نه هم خلاصے ومومو . ده ووئېل د موسم تودوخه او خيرنوالے به كم شي. يوې مېرمنې خريدارې ووئيل نرسرې په ښارونو كښې د آكسيجن كارخانې ګڼلې كېږي او د پړپوس په شان كار كوي

د نرسري كاروبار په اړه د لاهور د يوې ځائي نرسرې مالك توصيف چيمه ووئيل د حكومت لخوا د بلين ټري پروژې پېل كېدو نه پس په ځائي كچه په نرسرو كښې د بوټو په خرڅېدو كښې اضافه شوې. ده ووئيل خلق نه يوازې د خپل شوق په وجه په كورونو بلكې په بېلا بېلو پاركونو، د سړكونو په غاړو او كورونو كښې بوټي نالوي. په نرسرې كښې كاركونكي مستقيم ووئيل  اوس ډېر خلق بوټي اخلي او دا رجحان ورځ تر بله مخ په زياتېدو دے. منظور احمد ووئيل  په نرسرو كښې د پسرلي په موسم كښې بوټي زيات خرڅېږي، بايد په سړكونو او لارو كوڅو كښې بوټي نال كړے شي، د دې به په ماحول ښه اثرات رامخې ته شي.

ځائي كروندګر سيد افضل حسېن ووئيل په پاكستان كښې كله هم باغباني ګټور صنعت نه دے ګڼلے شوے. كه مونږ وګورو نو د دې كاروبار د لارې څومره هېوادونه ګټه ترلاسه كوي، بيا احساس راپېدا شي چې دا كاروبار څومره ګټور دے. د هالېنډ په معيشت كښې د باغبانې برآمدات يو مهم كردار ترسره كوي. په لرې ختيزو او نورو هېوادونو كښې د بوټو برآمدات زياتېږي خو په پاكستان كښې دا صنعت نه ګڼلے كېږي. ده ووئيل  د ګلونو په كر كښې د جدت راوستلو او د تحقيق سخت ضرورت دے. پتوكي كوم چې په پاكستان كښې د ګلونو د كروندې تر ټولو لوي مركز دے، هلته ګلونه محفوظولو لپاره نه كوم تحقيقي مركز شته او نه كوم كولډ سټورېج شته. ده ووئيل  د ګلونو عمر يوازې دوه ساعته وي او د دې په وجه ډېر ګلونه د وړلو راوړلو په وخت خراب شي. دې دې زيان د كولډ سټورېج د لارې مخه نيولے كېدې شي. د ځنګلات محكمې چارواكو له مخې د نرسري پروګرام له مخې په نمائشي بوټو  يوازې تس په نوم ګټه ترلاسه كېږي چې مقصد ئې په عامو خلقو كښې د نمائشي بوټو نالولو رجحان ته وده وركول دي او د دې بوټو نرسري د بېلا بېلو ضلعو په كچه په لږ  لګښت جوړېدې شي.

كه هر څو په پاكستان كښې د پاك صاف ماحول ودې او ګټور كاروبار لپاره دې څانګې ته زيات پام نه دے شوے خو په دې وروستيو كښې پاكستان هارټيكلچر ډوېلپمنټ اېنډ اېكسپورټ كمپنې ﴿پي اېچ ډي اي سي﴾ په دې لړ كښې ځينې عملي اقدامات كړي. دا اداره په نړيوال ماركيټ كښې د پاكستان د باغبانې مصنوعاتو ودې لپاره تشكيل كړې شوې ځكه چې په دې څانګه كښې د هېواد برآمدات د ډاډ وړ نه دي. دې ته به په حكومتي او نجي كچه په ګډه پام كول وي، د بوټو نالونكو په موادو او سامان د درآمدي ډيوټي كمولو، په ايئرلائنز كښې كارګو لپاره مناسب ځاے او موزون كرايه مختص كول ، زياتې نه زياتې نرسرې جوړول، تربيتي مركزونه جوړول، برآمدات لپاره د سټورېج پشمول د انفراسټركچر اسانۍ مستحكمول او د نوو منډيانو لټولو پشمول ګڼ شمېر اقدامات به كول وي چې ورسره به د الودګۍ نه پاك د ښېرازه پاكستان منزل ته رسېدل ممكن شي.