د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع به د مېرمنو د تهرو بال مقابلې د مارچ په 8مه نېټه كېږي

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د پاكستان تهرو بال فېډرېشن تر سيوري لاندې د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع به د مېرمنو د تهرو بال مقابلې د مارچ په 8مه نېټه كېږي. د پاكستان تهروبال فېډرېشن عمومي سېكتر مقبول له مخې د تېرو كلونو په شان سږ كال به هم د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع د تهرو بال مقابلې كولې شي او په دې لړ كښې د تهروبال اېسوسي اېشنز ته هدايت شوے. ده ووئيل مقابلې به په اسلام آباد، كراچې، پېښور، لاهور او د كوئټه پشمول په نورو ښارونو كښې هم كولې شي.