د مېرمنو قومي كركټ لوبډله به د جون په مياشت كښې انګلېنډ ته ځي

اسلام آباد 28 اپریل (اے پي پي) د مېرمنو قومي كركټ لوبډله به د جون په مياشت كښې انګلېنډ ته ځي چرته چې به دوي د كوربه لوبډلې په ضد 3 يو ورځنۍ او درې ټي ټونټي سېريز كوي۔ درې واړه يو ورځنۍ سيالۍ به په لېسټر كښې په 20م ٬ ووسټر كښې په 22م او ټونټن كښې په 27م جون كيږي دغسې د ټي ټونټي سيالې به د جولائي د 3مې نيټې څخه پېل كېږي او آخري سيالي به چېمسفورډ كښې د جولائي په 7مه نيټه وي۔