د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر غونډه

اسلام آباد 06 اګست (اے پی پی)نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر د وبائی رنځونو د زياتوالې مخ نيوي په اړه د اولس بيدارۍ كمپائن د تندولو پريكړه كړې ده۔ نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر(این سی او سی) هيواد كښې د کورونا وائرس وبا خپريدو مخنيوي لپاره په لويه توګه د اولس بيدارۍ كمپائن د پيل كولو پريكړه كړې ده۔ دا پريكړه د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر سد عمر په مشرۍ كښې د این سی او سی غونډه كښې شوې ۔ فورم ته ووئيل شول هيواد كښې د کورونا وائرس وبا خپريدو كښې كمے راغلے خو په عامه توګه په اېس او پیز عملدرآمد کولو په معامله كښې هم كمے رامخې ته شوے ، په اولسي ځايونو د ماسك اچولو او سماجی فاصلې عملدرآمد په اړه به په وخت اقدامات کولے شي۔ كورونا وائرس له ختم شوے نه دے او د دې رنځ په اړه په مروجه اېس او پیز عملدرآمد کولو سره د دې څخه بچ كيدے شوو۔ په جون مياشت كښې چې كله د کورونا وائرس رنځوران زيات شول او په روغتونونو بوجھ زيات شو نو حكومت د روغتونونو استعداد زياتولو لپاره ټول هيواد كښې 2150 آکسیجن بیډز تر 31 جولائی شاملولو له عملی اقدامات وكړل۔ د این سی او سی خاص ډلو د ټولو صوبو پشمول آزاد کشمیر او د ګلګت بلتستان دورو په نتيجه كښې د 2850 آکسیجن بیډز شاملولو له عملی شكل وركولو له هڅې پيل كړې۔ تر اوسه 2608 نوې آکسیجن بیډز د ټول هيواد روغتونونو له وركړے شوي چې پكښې آزاد کشمیر كښې 80، بلوچستان كښې 264، ګلګت بلتستان كښې 100، خیبر پښتونخوا كښې 400، پنجاب كښې 787، سندھ كښې 351 او اسلام آباد كښې 626 آکسیجن بیډز شامل دي دغسې 242 نور نوې آکسیجن بیډز 10 خیبرپښتونخوا، 17 پنجاب او 215 سندھ) له په وركولو كار روان دے