د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په كال 2020م كښې د وظيفې ترسره كولو په مهال په حق رسېدلېو د 6 پاكستانيانو پشمول 336 اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنه وړاندې كړې

ملګري ملتونه 07 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېش په ټوله نړۍ كښې د ملګرو ملتونو په امن او نور مشنز كښې په كال 2020م كښې د وظيفې ترسره كولو په مهال په حق رسېدلېو د 6 پاكستانيانو پشمول 336 اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي . د ملګرو ملتونو لخوا په دې لړ كښې آن لائن يادګاري دستوره وشوه. په دې موقع د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړې شوه او د ځان قربانوونكو نامې واورولې شوې. د يادونې وړ ده په كال 2020م كښې د ملګرو ملتونو په تاريخ كښې د امن مشن اهلكارو تر ټولو زيات مرګونه شوي دي.