د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر وولكن بوزكېر به د پاكستان او بنګله دېش دوره كوي

ملګري ملتونه 05 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر وولكن بوزكېر به د پاكستان او بنګله دېش په بلنه د اسيا دورې په مهال د روانې مياشتې په پاې كښې د دواړو هېوادونو دوره كوي. د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د سوئيلي دورې په مهال هغه ته د هند دوره هم كول وو خو په هند كښې د كورونا وائرس سنګين صورتحال له امله د هند دوره ځنډولې شوې. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هغه د نړې امن او سلامتيا ودې لپاره په ټوله نړۍ كښې په امن مشنز كښې د پاكستان په عظيم شركت پاكستان ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د پاكستان دوره كوي. ده ووئيل بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كړې شي. د عمومي اسمبلۍ صدر به د بنګله دېش دورې په مهال حكومتي چارواكو سره ملاقات كوي او په بنګله دېش كښې به د ميانمار د روهنګيا مسلمانانو د كډوالو د كمېپونو دوره هم كوي