د مقبوضه كشمير وضعه لا خرابېږي٬ هندي ځواكونه په مظاهرچيانو وحشيانه تشدد كوي

ملګري ملتونه 15 جولائي (اے پي پي) پاکستان مقبوضه کشمیر كښې خرابېدونكې وضعه امن او سلامتيا له خطر ګرځولو سره سيمه كښې د ماورائے عدالت قتل د پېښو سپيځلو او خپلواكه پلټنو غوښتنه كړې وه ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې په نړيواله اداره كښې د پاكستان مسقتل استازې ډاكټر مليحه لودهي دا خبرې د ملګرو ملتونو انډر عمومي سېكتر اېډمنډ ملے ته د کشمیر په وضعه بريفنګ كښې وكړې ۔دې ووئيل مقبوضه كشمير كښې خلقو د نوموړلې ځوان لارښود برهان واني د وژنې په ضد احتجاج كولو چې هندي ځواكونو پرې وحشيانه تشدد وكړو٬ چې په نتيجه ئې تر اوسه د 40 نه زيات كشمريان شهيدان او 1500 ټپيان شوي چې پكښې د ځينو ژوبل شويو حالت اندېښمن ښودلې كېږي۔ د ملګرو ملتونو انډر عمومي سېكتر اېډمنډ ملے په دې موقع ډاكټر مليحه لودهي ته ووئيل سلامتي كونسل په مقبوضه كشمير كښې په خرابه وضعه تشويش لري او كه پاكستان او هند راضي شي نو په دې كشاله د دواړو هېوادونو ترمېنځه ثالثۍ لپاره چمتو يو۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون هم په خرابېدونكې وضعه د تشويش څرګندونه كړې۔ډاكټر مليحه لودهي ووئيل د مقبوضه كشمير په دريو ضلعو كښې د تېرو څو ورځو راهسې كرفيو لګولې شوې چې له مخې ئې كشميريان ستونزو سره مخ دي او د حريت مشران په كورونو نظر بند كړې شوې۔ دې ووئيل هند د خپلواكۍ مسلمه حق لپاره هڅې كوٶنكو ته ترهه ګر وائي چې د حقيقت سره ټوكې كول دي ۔ دې ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند د بشري حقونو او د كشمير كشالې په سوله ايزه توګه او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هواري لپاره لوظونه ترسره كولو له زور راوړي