د معاشي هلو ځلو زياتولو لپاره ” سي پيك” كښې د نورو هېوادونو شموليت

رپورټ: ضياء الامين
ترجمه: صفي الله
د چين- پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك) په منصوبه په ښه ډول د پيش رفت له امله پاكستان په نزدې سباون كښې په پراخه توګه د معاشي هلو ځلو زياتېدو هيله لري۔ د چين حكومت بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي آر آئي) په سوب پاكستان سيمه ايزو اقتصادي هلو ځلو كښې مهم فريق جوړ شوے۔دې منصوبې سره به نه يواځي د تجارت د لارې په اربونو ډالره آمدن تر لاسه شي بلكه د انفراسټركچر پرمختګ، د برېښڼا پيداوار، تګ راتګ، ريلويز، زراعت، سائنس او د ټيكنالوجۍ او سيلګرۍ څانګو كښې د منصوبو پېل كېدو نه علاوه به ګڼو ځائي كسانو ته د روزګار موقعې هم ترلاسه شي۔

د سي پيك ترمخه د پاكستان او چين شريكې منصوبې د لاري ټول هېواد كښې خصوصي اقتصادي زونز جوړولو ته په زړه پوري حيثيت ترلاسه دے۔ د دې منصوبې اهميت تر مخه ځينې نورو هېوادونو هم په دې كښې سرمايه كارۍ لپاره خپله خوښي څرګنده كړې ۔
د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك) دويم پړاؤ پيل كيدو نه پس اقتصادي هلي ځلي په تندۍ سره رواني دي كومې چې زياتره په اقتصادي مرسته مشتمل دي۔
دا خصوصي اقتصادي زونز د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترمخه جوړيږي چې بنيادي مقصد ئې د چين صنعتونه او سرمايه كار راغب كول دي خو دواړو هېوادونو د وړاندې نه په ميګا پروجيكټ كښې د دريم فريق د ګډون كولو تجويز هم وركړے ۔
سعودي عرب ، قطر ، ايران ، د مينځني ختيز هېوادونو او د ځينې اروپائي هېوادونو پشمول په دې صنعتي زونز كښې په خاص توګه سرمايه كارۍ له خوښي ښكار كړې ۔
سي پيك كښې د دريم فريق شموليت ټولو ډلو لپاره يو ډول ګټه ور دے ځكه چې دې سره به غير ملكي كمپنيو ته د پاكستان وړاندې كړو ګټه ورو آسانيو څخه د استفادې كولو سره خپل كاروبار ته د ودې وركولو موقهې تر لاسه شي او پاكستان ته به په ممكنه نړيواله منډۍ كښې خپل برآمدات زياتولو له لاره هواره شي ۔ د چين چارواكو هم سي پيك او خصوصي اقتصادي زونز كښې په پراخه توګه د شركت اهميت تسليم كړے دے۔
د ګوادر فري زون نه علاوه د سي پيك ترمخه د 9 خصوصي اقتصادي زون جوړولو منصوبه بندي شوي چې پكښې د سندھ ، پنجاب او خېبر پښتونخوا څلور ترجيحي زون پشمول دھابيجي ، علامه اقبال انډسټريل سټي ، رشكئ اكنامك زون او بلوچستان كښې بوستان اكنامك زونز شامل دي۔
د سي پيك مقصد په معاشي او تجارتي ډګرونو د پاكستان نړيوال حيثيت مستحكمولو نه علاوه هېواد د نړۍ اعلي معيشتونو كښې شاملول دي۔ دې مقصد له وفاقي او صوبائي محكمې د وزيراعظم عمران خان په متحرك قيادت كښې هڅې كوي۔
د 60 بليونه ډالره سي پيك پروجيكټ ترمخه د 53 اربه ډالرو بيلې منصوبې په ګوته كړې شوي او د راهدارۍ ترمخه د 25 اربه ډالره 17 منصوبې بشپړې شوي دغسې 19 منصوبې روانې دي او تاريخي اېم ايل ون ريلوے پروجيكټ پشمول نورې 28 منصوبې د منصوبه بندۍ او منظورۍ د پړاؤنو ته تېرېږي ۔
د منصوبه بندۍ پرمختګ او اصلاحات او خصوصي اقدامات پارليماني سكريټري كنول شوزب اے پي پي ته ووئيل د هېواد په بيلو سيمو كښې د سي پيك ترمخه 9په كښې په 4 اكنامك زونز كار روان دے۔
دې ووئيل په دې زونز كښې پيل كړې خصوصي معاشي هلي ځلي هېواد كښې د معيشت مجموعي صورتحال مستحكمولو نه علاوه د روزګار موقعې راپېدا كولو له مرستياله دي۔دې ووئيل د چين چارواكي صنعتي ترقۍ له مرسته كوي خو ځائې وګړي هم د سي پيك ترمخه د هېواد پرمختګ له كار كوي۔
پارليماني سيكريټري د سي پيك ترمخه 5 څانګي په ګوته كړي چې ورسره به د وګړو په ژوند نيغ په نيغه مثبت اثرات مرتب شي چې پكښې رابطې ، د توان منصوبې ، د وزيراعظم د كلين اېنډ ګرين چاپيرچل منصوبه او سماجي او اقتصادي پرمختګ شامل دي۔
دې د دريم فريق په سي پيك كښې د شموليت هركلې كولو سره ووئيل كه سعودي عرب ، امريكا او نور لويديز هېوادونه خصوصي اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري كوي نو دا به ټولې سيمې او نورو سيمو له هم ګيم چينجر ثابت شي۔دې ووئيل قطر له هم بلنه وركړې شوې او دغه هېواد په اوږده لاره د تللو په ځاے بيلو هېوادونو له مائع قدرتي ګاز وركولو لپاره د سي پيك لنډي لاري انتخاب كولې شي۔

د فيډرېشن آف پاكستان چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري چيئرمېن كيپيټل آفس قربان علي ووئيل سي پيك پاكستان لپاره ګيم چينجر پروجېكټ دے۔ د نورو هېوادونو په شراكت سره به اېس اي زيز كښې هلو ځلو سره په دې زونز كښې معاشي هلې ځلې لا زياتي شي۔
ده ووئيل كه د سعودي عرب ، امريكې او د نورو لويديزو هېوادونو كمپنې د پاكستان خصوصي اقتصادي زون كښې سرمايه كاري كوي نو دې سره به سي پيك ته لا وده ترلاسه شي او دا به ټولو لپاره ګټه ور ثابت شي۔
ده ووئيل ګوادر بندرګاه د نړيوالو ښارونو غوندې دبئي هم شاته د پرېښودلو صلاحيت لري ځكه چې يو پلو ايران ، تركيه او د مينځني ختيز هېوادونو پشمول ټولې سيمي او بل پلو افغانستان ، چين ، مينځني اسياﺀ رياستونو نه علاوه اروپا سره تړلې كيدې شي۔ ده ووئيل سي پيك د واخان راهدارۍ سره هم تړلې كيدے شي كومه چې 76 كلوميټره اوږده پوله ده او نه يواځي افغانستان بلكه د مينځني اسياﺀ تر رياستونو هم رسنې لپاره راهدارۍ ده۔ تر مينځني اسيائي رياستونو رسني لپاره دې لنډي لارې څخه بشپړه ګټه پورته كولو ته اړټيا ده۔
ده ووئيل د حكومت د اړخه د سي پيك ترمخه خصوصي زونز كښې سرمايه كاري كوونكو صنعت كارو لپاره وړاندې كړې آسانۍ ګټه ورې دي او اوس نه يواځي ځائي بلكه غير ملكي صنعت كار هم علامه اقبال انډسټريل پارك فيصل آباد ، رشكئي او نور اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي لري۔
ده ووئيل سي پيك ګيټ وے په حثيت سره ګلګت بلتستان (جي بي) زيات اهميت لري او صنعتي پرمختګ او د وګړو ښېګړې لپاره دې سيمې ته د پام لرنې اړتيا ده۔حكومت جي پي كښې مقفنداس زون لپاره زمكه بيله كړې او په دې ځاے اكنامك زون ته په ترجيحي توګه ترقي وركولو ته اړتيا ده دغسې چې د دې سيمي وګړي هم د هېواد مجموعي پرمختيائي عمل څخه مستفيد شي
د سي پيك د لاري په ګڼو پروژو كار روان دے، اوس وخت راغلے چې پرمختيائي كارونه تند كړے شي دغسې چې اولس ته د دې لوئې پروژې ميوې زر تر زره ورسي۔
د كووېډ۔ 19 له امله د بيعو زياتوالے او د نړيوالې معاشي كساد بازاري ترمخه هم د سي پيك منصوبو اهميت زيات شوے۔ د سي پيك په منصوبو په تندۍ عمل درآمد سره حالات ښه كيدے شي او د آرزانو څيزونو او روزګار وركولو په لحاظ سره د اولس په ژوند كښې آسانۍ راتللې شي.