د مسلم ليګ (ن) د قيادت لخوا د كورونا اېس او پيز د خلاف ورزۍ بشپړه غندنه كول فرض دي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ټويټ

APP48-130421 ISLAMABAD: April 13 – Federal Minister for Science and Technology Chaudhry Fawad Hussain briefs the media persons about the decision taken in Federal Cabinet meeting. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په كورونا بايد سياست ونه كړې شي خو چې د (ن) ليګ قيادت د خپلو دوستانو په نقش قدم تګ سره د كورونا اېس او پيز خلاف ورزي كوي نو د هغي بشپړه غندنه كول فرض دي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل لوي څښتن مونږ د احتياط په سبب محفوظ ساتلې يو٬ د دې ډول ناوړه او غېر محتاط حركتونو د لارې به د د هغوي سياست راژوندې نه شي بلكه كورونا وائرس به خپوره شي۔ ده ووئيل چې د وګړي په توګه او د سياسي لارښود هم څه ذمه وارۍ وي٬ كه سياسي لارښود د خپل ذات نه علاوه سوچ نه كوي نو هغوي له د قيادت ادعا كول پكار نه ده، احساس او ذمه واري د قيادت بنيادي اصول دي خو د مسلم ليګ (ن) قيادت د دې دواړو څخه محروم په نظر راځي۔ وفاقي وزير د (ن) ليګ د جلسې عكسونه هم شيئر كړې دي چې پكښې حمزه شهباز او د جلسے ګډون كوٶني په لويه شمېر د ماسك نه غېر په نظر راځي