د كوېت كابينې استعفی وركړه

کوېت سټی۔18جنوری(اے پی پی) د كوېت كابينې استعفی وركړې او د كوېت امير د كابينې استعفی منظور كړې ۔ د كوېت سركاري خبر رسنې ادارې كونا له مخې د كوېت امير وزيراعظم شېخ صباح الخالد الصباح د كابينې لخوا وركړې شوې استعفی منظور كړې ۔ دا مهال به د شېخ صباح كابينه د نوي حكومت تر جوړېدو د لنډ مهاله كابينې په توګه كار روان ساتي۔ په دې اړه نور تفصلات نه دي رامخې ته شوي