د كورونا اېس او پيز په خلاف ورزې په خېبر پښتونخوا 923 مقدمات درج كړے شوي دي

پېښور 15 مئي (اے پي پي) د كورونا اېس او پيز په خلاف ورزې د تېرو دريو ورځو په مهال په خېبر پښتونخوا 923 مقدمات درج كړے شوي دي. د اختر نه يوه ورځ وړاندې 512 مقدمې درج كړې شوې دي، د اختر په وړومبې ورځ 314 او په دوهمه ورځ 97 مقدمې درج كړې شوې دي. د تېرو دريو ورځو په مهال د كورونا اېس او پيز په خلاف ورزې د 14 لكه جرمانې هم لګول شوې دي. په مجموعي توګه په خلاف ورزې دوه سوه پنځوس يونټس سيل كړې شوي دي.