د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د پېښور دوره

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د شورو په ورځ د پېښور دوره كړې ۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري بيان له مخې د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد او وزير اعلي محمود خان د امن او امان په اړه د غونډې مشري وكړه۔ غونډه په سي اېم سيكرټريټ پېښور كښې وشوه۔د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد ته صوبه كښې امن او امان په صورتحال هم بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د صوبې چيف سيكرټري، آئي جي پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو مشرانو ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وزير د امن او امان په اړه د صوبې انتظاميې او قانون نافذ كوونكو ادارو كاركردګي وستائله۔ په دې موقع د كورنيو چارو وزير ووئيل صوبې د امن او امان صورت حال كښې د فرنټ لائين كردار ترسره كړے۔ د امن لپاره مونږ لوي قربانۍ وركړي۔ده ووئيل چا له د هېواد د امن خرابولو اجازه نه شي وركولې۔ خېبر پښتونخواه له به ټول ضروري وسائل وركولې شي