د كوالالمپور پرواز مسافر د خالي او اتوار په ورځ اسلام آباد ته رارسي ،د پي آئي اے وياند

اسلام آباد۔16جنوری (اے پی پی) د پي آئي اے د كوالالمپور پرواز مسافر د متبادلو ذريعو د لارې د خالي او اتوار په ورځ اسلام آباد ته رارسېدونكي دي۔ د قومي ايئر لائن وياند عبد الله خان لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې 118 مسافر به د دبئۍ د لارې په پرواز لمبر ای کے 614 د شپې 11 بجې او 54 نور مسافر به د دوحه د لارې په پرواز نمبر کیو آر 632 نن د اتوار په سحر 20 دقيقې كم 2 بجې اسلام آباد ته رارسي۔ د وياند وېنا ده چې د پي آئي اے عمله دوبئۍ او دوحه كښې د مسافرو خذمت كښې بوخت ده۔ مسافرو ته د سحر ناشته وركړې شوه او د هغوي د ټولو ضرورتونو او آرام خيال ساتلے شي