د كشمير په مسئله د وزيراعظم عمران خان كوټلے دريځ د اسلامي نړۍ سره ټول هېوادونه ستائي۔ سېنېټر منظور خان كاكړ

کوئټه۔4 فروری(اے پی پی) د بلوچستان عوامي پارټۍ مركزي جنرل سېكرټري سېنېټر منظور خان كاكړ وئيلي دي د كشمير په مسئله د وزيراعظم عمران خان كوټلے دريځ د اسلامي نړۍ سره ټول دوست هېوادونه ستائي۔ د فرورۍ په 5 مه نېټه د كشميريانو د آزادۍ تحريك تازه كولو له يو وارې بيا د كشمير يووالي ورځ به بلوچستان كښې هم په جوش او جذبه لمانځلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ سېنېټر منظور خان کاکړ ووئيل د كشمير مسئلې ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت كښې د وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قرېشي د كوټلې هڅو او د فعاله خارجه پالېسۍ له كبله د كشمير مسئله ټوله نړۍ كښې رامخې ته شوې چې ورسره هند يرې سره مخ شوے او د كشميري اولس حوصلې مضبوطې شوي۔ سېنېټر منظور خان كاكړ ووئيل د وزيراعلی جام كمال خان په هدايات ګرد بلوچستان كښې د كشمير يو والي ورځې لمانځلو تيارۍ بام ته رسېدلي او د جمعې په ورځ ګرده صوبه كښې به دا ورځ لمانځلې شي دغسې چې نړۍ ته دا پېغام وركړے شي چې د بلوچستان حكومت او اولس د آزادۍ په تحريك كښې كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے