د كشمير يو والي ورځ به په زړه پورې ډول لمانځلې شي۔ سردار پرنس قادر بلوچ

کوئټه۔4 فروری(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف د مركزي كمېټۍ غړي او ضلعي صدر سرے رخشاني سردار پرنس قادر بلوچ وئيلي دي د فرورۍ په پنځمه نېټه به د كشمير يو والي ورځ په زړه پوري ډول لمانځلې شي۔ د پاكستان تحريك انصاف ضلعي سېكرټرېټ لخوا به تاريخي لاريون ويستلے شي كوم به چې ګل نصير خان چوك ته رسېدو سره پايې ته رسي۔ هغه ووئيل كشميريانو وروڼو لپاره به نړيوال ضمير باندې غږ كوؤ۔ كشمير زمونږ شه رګ دے او په دې به د هند ناوړه قبضه چرې قبوله نه كړؤ۔ هغه ووئيل د نوشكي اولس به د پاكستان تحريك انصاف احتجاجي لاريون كښې بشپړ ګډون كولو سره كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كوي