د كشمير يو والي ورځې په موقع د فرورۍ په پنځمه نېټھ د خېبرپښتونخو حكومت د عامې رخصتۍ اعلان وكړو

پیښور 02 فروري (اے پي پي) د كشمير يو والي ورځې په موقع د فرورۍ په پنځمه نېټھ د خېبرپښتونخو حكومت د كورنيو چارو د وفاقي وزارت د اعلاميې له مخې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره د هڅو د سياسي او اخلاقي ملاتړ پھ توګه د عامې رخصتۍ اعلان كړی۔په دې ورځ به د كشميري شهيدانو په ياد كښې سهار په لس بجې د يوې دقيقيې خاموشي اختيارولې شي۔