د كركټ نامتو لوبغاړي سر ويوون رچرډز ګډون سره به د پي ټي وي سپورټس پينل وقار لا زيات ش

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی)د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وېلي دي د كركټ نامتو لوبغاړي سر ويوون رچرډز ګډون سره به د پي ټي وي سپورټس پينل وقار لا زيات شي۔د جمعې پھ ورځ مريم اورنګزېب خپل يو ټويټ كښې ووئيل د سر ويوون رچرډز د پي ټي وي پينل كښې شاملېدو سره به دا يو درخشانه حېثيت ترلاسه كړي او دا به تر دې دمه تر ټولو غوره پينل وي۔دې كتونكو ته ووئيل چې د پي ټي وي په برينډ نيو سيټ د كركټ د نړۍ غېر متنازعه ليجنډز برائن لارا او د آئن چيپل پېشه ورو رايو څخه خوند واخلئ