د كراچۍ نېټ بال كپ د مارچ 3مې نېټې نه پېل كېږي

اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د پاكستان نېټ بال فېډرېشن د سيوري لاندې د كراچۍ نېټ بال كپ د مارچ 3مې نېټې نه سټي سكول پي اے اېف چېپټر كراچۍ كښې پیل كېږي۔د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائيں ووئيل د ايونټ تيارۍ هم پېل كړی شوي۔په ايونټ كښې د درې كېټګريز مقابلې اېښودلې شوي چې پكښې انډر 15 ٬ انډر 17 ٬ 19 مقابلې شاملې دي۔په ټورنامنټ كښې ګډون كوونكې ډلې خپل رجسټرېشن د مارچ تر اولنۍ نېټې د اي مېل [email protected] يا فون نمبر 03219229711 د لارې كولې شي۔ هغه ووئيل په ټورنامنټ كښې به څلور سيمي فائنل مېچونه كولې شي او فائنل مېچ به د مارچ په پنځمه نېټه وي۔ د فائنل مېچ په پايه كښې به د غوره كاركردكۍ څرګندؤنكو لوبغاړو له انعامونه وركولې شي