د كابل په چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو شمېره 40 ته رسېدلې

كابل 09 مئي (اے پي پي) د افغانستان د پايه تحت كابل په لوېديځه سيمه كښې د خالي په ماښام يو سكول سره نزدې په شوې بمي چاودنه كښې د حق رسېدليو كسانو شمېره 40 ته رسېدلې ده چې پكښې زيات ځوانان زده كوونكي دي. د چاودنې نه پس مظاهرې هم شوې دي او چارواكو مظاهره چيانو ته خواست كړے چې په اړې ګړې دې ونه كړي او د مرستې په چارو كښې دې مرسته وكړي.