د قومي لوبډلې پخواني كپتان كرنل محمد نعمان د فټ بالر محمد جنېد په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د قومي فټ بال لوبډلې پخواني كپتان كرنل (ريټائرډ) محمد نعمان د نواب الېون فټ بال كلب كراچۍ لوبغاړي محمد جنېد په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔