د قطبي وزيرستان پرېس كلب لپاره 2 ملينه روپۍ ګرانټ جاري كړے شو

پېښور ۔13اپرېل(اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت لخوا د نهې په ورځ د قطبي وزيرستان پرېس كلب لپاره 2 ملينه روپۍ مالي ګرانټ جاري كړے شوے ۔ اطلاعات لپاره د خېبر پختونخوا وزيراعلی خصوصي مرستيال پېښور كښې د ګرانټ چېك د ميران شاه پرېس كلب جنرل سېكرټري احسان داوړ له وركړو۔ په دې موقع احسان داوړ د پي ټي آئي حكومت مننه وكړه او د ضم شوو ضلعو پرمختګ لپاره ئې روانې حكومتي هڅې وستائلې۔ خصوصي مرستيال كامران بنګش ووئيل د هرې يوې ضم شوې ضلعې پرېس كلب ته مالي ګرانټ وركولے شي۔ هغه هيله ولرله چې خبريالان به دغه سيمو كښې مسئلې په ګوته كوي او د هغې حل كولو له به د حكومت مرسته كوي