د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د دولتِ مْشترکه ایسوسی ایشن برتانيې پلاوي سره خبرې اترې

اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د مقبوضه کشمیر په خراب شوې صورتحال د تشویش څرګندونې سره ووئيل د کشمیر مسئله د پاکستان نه بلکه د انسانیت مسئله ده، کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ټولې نړۍ په وړاندې دي۔ نړيواله ورورولي او په خاص توګه د برتانيې پارلمان دې په کشمیر كښې د خراې حالات نوټس واخلي او سيمه كښې امن باورې كولو له دې خپل کردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دولتِ مْشترکه ایسوسی ایشن (سی پی اے) برتانيې 5 كسيزه پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې پھ ورځ پارلیمنټ هاوس كښې ليدلې ؤ۔ پلاوي كښې د برتانيې پارلماني غړي ناز شاہ، فیصل رشید، لارډ روګن او د برتانيې د پارلمان افسران شامل ؤ۔ سپیکر ووئيل پارلمانی سفارتکاری سيمه كښې امن راوستلو كښې مهم كردار ترسره كولې شي او پاکستان د پارلمان په كچه هند سره خبرو اترو له چمتو دې۔ ده ووئيل د کرتارپور راهداری پرانستل د پاکستان د اړخه د امن پلو يو اقدم ؤ د كوم چې هند مثبت ځواب نه دې وركړې۔ اسد قیصر ووئيل پاکستان داسې چاپيرچل پيدا كول غواړي چې پګښې د دواړھ هېوادونو اولس امن او سکون سره ژوند وكړي دغسې د هند اوسنې حکومت د پاکستان دښمنۍ غږ پورته كولو سره ټاكنو كښې برخه اخستل غواړي، د هند وزیر اعظم نریندر مودی بیانونو سره سيمه كښې جنګي حالاتو ته وده ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د هند د اړخه د جنګ خبرې سيمه كښې ښه والې له نه دې بلکه حالات به دې سره نور هم خراب شي۔ ده ووئيل الیکشن د كركې په بنیاد نه بلکه د سباؤن د امن او پرمختګ هدف جوړولو سره كېږي۔ مودی سرکار دې د پاکستان په ځائې غريبي او ولږه خپل هدف جوړ كړي۔ ده ووئيل هند يواځنې هېواد دې كوم چې د سپیکر په جوړيدو ما له مبارکي نه ده راكړې۔ خو سره د دې مونږ په قامی اسمبلۍ كښې د پاك هند فرینډشپ ډله جوړه كړې۔د پاکستان او برتانيې اړيكو په اړه ده ووئيل پاکستان برتانې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او مونږ پارلمانی او اقتصادی رابطو ته ودې وركولو خوښې لرو۔د برتانيې پارلماني غړو سيمه كښې په امن راوستلو زور راوړلو سره ووئيل بايد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر راپور د هند لپاره د فكر وړ جوړ شي۔ دوي بھارتیه جنتا ګوند په قام پرست ایجنډه هم د خفګان څرګندونه او سيمه كښې د امن هڅو روان ساتلو ته سلا شول۔ دوي د برتانيې د پارلمان د اړخه پاکستان كښې د جمهوری ادارو استحکام لپاره د هر ډول مرستې باور وركړو۔دوي د كشمير مسئله د د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې حل کولو په حاجت زور راوړو