د قامي ون ډے كركټ كپ فائنل به په ﴿سبا﴾ كېږي

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ تر سېوري لاندې د روان قامي ون ډے كركټ ټورنامنټ فائنل به ﴿سبا﴾ د جمعې په ورځ د جنورۍ په 27مه نيټه په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كولې شي۔ په ټورنامنټ كښې د ټول هېواد 8 لوبډلو ګډون كړې چې پكښې د اسلام آباد، پېنډۍ، لاهور وائټس او بلیو، پېښور، فاټا او د کراچی وائټس او بلیو لوبډلې شامل وې۔