د قامي اسمبلۍ پارلماني لارښودو د سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې غونډه

APP03-05 ISLAMABAD: October 05 - A consultation meeting headed by Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq with parliamentary leaders at Parliament House. APP

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د پارلماني لارښودو غونډه د زيارت په ورځ پھ پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د حكومتي او بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو پارلماني لارښودو ګډون وكړو۔وفاقي وزيرزاهد حامد پارلماني لارښود په الېكشن قانون كښې د بدلون په اړه خبر كړل۔ده ووئيل يو بدلون سره به د ختم نبوت حلف نامه سره د اړوند كاغذات نامزدګۍ شق بحال شي۔په غونډه كښې سيد نويد قمر٬بېرسټر ظفرالله٬اكرم خان دراني٬مولانا امير زمان٬پيرامين الحسنات٬شاه محمود قرېشي٬شېخ صلاح الدين او نورو پارلماني لارښودو ګډون وكړو او په قانون كښې د بدلون په معامله يې د خيالاتو څرګندونه وكړه