د فلسطيني قام د خپلواكې حق له ملاتړ به روان ساتو. د لبنان د پارلمان سپيكر

بېروت 19 جنوري (اے پي پي) د لبنان د پارلمان سپيكر او مشر سياستدار نبيه بري د غزه د پولې د اولس د زغم، استقلال او د مقاٶمت د جذبې ستائنه كړې. د اېران په پايه تخت اېران كښې د فلسطين په ملاتړ كښې نړيوال پارلماني كانفرنس ته د وېډيو كانفرنس د لارې په خپله وېنا كښې نبيه بري ووئيل نړيوالې ټولنې ته به د فلسطين مسئلې منصفانه حل سره سره د لكونو په شمېر د كډوالو فلسطينيانو راوستو له هم هڅې كول وي. ده ووئيل فلسطيني كډوال په نورو هېوادونو كښې مستقل آبادول يا د فلسطين مقاومت ختمولو لپاره په فلسطينيانو كومه نوې پرېكړه ورتپل د منلو وړ نه ده. ده ووئيل مونږ به د فلسطيني قام د خپلواكې حق له ملاتړ روان ساتو