د فرورۍ په 5مه نيټه به بلوچستان كښې كشميريانو سره د يوالي ورځ لمانځلې شي۔ د مواصلات صوبائي وزير مير محمد عمرخان اے پي پي سره خبرې

کوئټه 28 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان د مواصلات صوبائي وزير ميرمحمد عمر خان جمالي وئيلي دي د فرورۍ په 5مه نيټه به بلوچستان كښې كشميريانو سره د يوالي ورځ په زړه پورې ډول لمانځلې شي او تحريك انصاف به ګرده صوبه كښې د لاريونونو د لارې كشميريانو وروِڼو سره د يوالي څرګندونه كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل کشمير د پاكستان د سا رګ دے او پاكستان او كشمير يو بل لپاره لازم و ملزوم دي٬ د هند ناوړه عزائمو ناكامه كولو لپاره د پاكستان اولس يو موټے او چمتو دے۔ ده ووئيل كه هند دا ګڼي چې د سازشونو د لارې به كشميريان د خپلواكۍ حق نه غلي كے شي نو د هند غلط فهمي ده ځكه چې د هند تور قانون هېڅ حېثېت نه لري او اوس خو ګردې نړۍ ته د هند ناوړه څېره بې نقابه شوې۔ ده ووئيل هند دې زمونږ د امن خوښي كمزوري نه ګڼي٬ كشمير د پاكستان د سا رګ دے او ان شآء الله كشمير به پاكستان جوړېږي۔ده ووئېل د پاكستان اولس خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه لاړ دے او د دښمن د جارحيت مقابلې لپاره چمتو دے۔