د فاټا سائیکلنګ اېسوسي اېشن ټاكنې ترسره شوې

پېښور 06 مئي (اے پي پي) د فاټا سائیکلنګ اېسوسي اېشن ټاكنې ترسره شوې او رحمان اپريدې راتلونكو څلورو كالو لپاره صدر او نياز محمد سېكتر وټاكل شو۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې د اېسوسي اېشن صدر رحمان اپريدي ووئيل چې د اېسوسي اېشن صدر په حېث به زه خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوم او د فاټا سائيكلنګ اېسوي اېشن د مسئلو هوارولو لپاره به هڅې كوم۔ ده ووئيل په فاټا كښې ډېر ټېلنټ موجود دے خو په دې لړ كښې پاملرنې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل چې د اېسوسي اېشن ټولې پرېكړې به په مشاورت كولې شي۔