د غرونو باچا محمد علي سد پاره په ياد كښې په چلاس ايئرپورټ شمعې روښانه كړې شوې

استور۔21فروری(اے پی پی)د ضلع دیامر یوتھ موومنټ تر سېوري لاندې د قامي اتل او د غرونو باچا محمد علي سد پاره په ياد كښې په چلاس ايئرپورټ شمعې روښانه كړې شوې۔ محمد علي سد پاره او د هغې زوې ساجد علي سد پاره ته د نشان پاكستان وركولو غوښتنه وكړې شوه۔ دستوره كښې د يوت موومنټ كارمندانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان پخواني صوبائي وزير عنايت الله شمالي ووئيل محمد علي سد پاره د يو مشن نوم دے۔ د هېواد نامه روښانه كولو له د خپل ځان قرباني وركوونكي اتلان وي۔ محمد علی سد پارہ د غرونو عاشق وو او په خپل عشق كښې انتها ته رسېدو سره په حق ورسېد۔ د دستورې په پايه كښې د محمد علي سد پاره لوړو درجو له او غمجنې كورنۍ له د زغم دعا وكړې شوه۔