د عرب ليګ بېړنې غونډه به ﴿نن﴾ د قطر په مشرې كښې كېږي

قاهره 09 مئي (اے پي پي) د فلسطين په خواست د عرب ليګ بېړنې غونډه به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د مصر په پايه تخت قاهره كښې د قطر په مشرې كښې كېږي. د عرب ليګ بيړنې غونډې رابللو سره لپاره د فلطيني خواست ملاتړ قطر، اردن او يمن كړے. د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په غونډه كښې به په بيت المقدس كښې د اسرائيل په جارحانه اقداماتو او جرائمو، د اسلامي او عياسي مقامات مقدسه او په خاص توګه په مسجد اقصٰی او لمونځ كوونكو د بريد په موضوعاتو خبرې كولې شي.