د طاقت د افغان مسئلې حل نه دے،د سباؤن پريكړه به اولس كوي ‘ د افغان صدر اشرف غني د برتانيې نشرياتي ادارې سره مركه

كابل، لندن 22 فروري (اے پي پي) د افغانستان صدر اشرف غني وئيلي دي د طاقت استعمال د افغان مسئلې حل نه دے، د افغانستان د سباؤن پريكړه به اولس كوي۔ د ګل په ورځ د برتانيې نشرياتي ادارې سره خپله مركه كښې ده د طالبانو د كاميابۍ خدشات مسترد كولو سره ووئيل افغانستان ويتنام نه دے ۔ افغان صدر ووئيل د ناټو د اعلان نه پس هغوي د افغانستان څخه د عسكرو ستنيدو په اړھ كومه حتمي پريكړه نه ده كړې، د امن عمل لا تندولو موقع ترلاسه شوې ،د ناټو اعلان څخه د شخړې ټولو ډلو ته د جاج اخستو او د هغې نتيجې ته د رسيدو موقع ترلاسه شوې ۔ اشرف غني ووئيل د امريكې نوي انتظاميې سره د خپلو اړيكو په بابله او د افغانستان سباؤن په اړه د نړيوالې د ورورولۍ په نقطه نظر كښې په نوې’همغږۍ ‘خوشحاله يو۔ د امريكې صدر جو بائيډ د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په دور كښې د ترسره شوې لوظنامې جاج اخلي۔ د افغانستان صدر ووئيل دا پيغام وركولو غواړو چې مخصوص قسم طرز عمل به ونه زغملے شي ،په نړيواله كچه كوټلو هڅو ته اړتيا ده۔ افغان صدر اشرف غني ووئيل زه د پېښو څخه بچ كيدو لپاره د اتفاق طاقت ته ګورم