د ضياء الله بنګش د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سره ملاقات ، په سياسي او د سېنېټ ټاكنو پشمول په نورو حكومتي چارو د خيالاتو څرګندونه

پېښور 24 فروري (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان سره د آئي ټي صلاحكار ضياء الله بنګش ملاقات كړے ۔د ملاقات په مهال په سياسي چارو او د سېنېټ ټاكنو پشمول په نورو حكومتي چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وزيراعليٰ محمود خان د کرك مندر مسئلې حل كولو او جرګې لپاره ضياء الله بنګش ته ذمه واري وسپارله۔دغسې ضياء الله بنګش د روغتيا صوبائي وزير تيمور جھګړا سره هم ملاقات كړے۔ په دې مهال کوهاټ كښې د روغتونونو او صحت آسانيو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې