د صوبو ترمېنځه قائداعظم ګېمز كښې پنجاب د اېتهلېټكس په سيالو كښې د سرو زرو 21 تمغې وګټلې

اسلام آباد 26 اپرېل(اے پي پي)د صوبو ترمېنځه وړومبې قائداعظم ګېمز كښې پنجاب د اېتهلېټكس په سيالو كښې په مجموعي توګه د سرو زرو 21 تمغې ګټلې دې ۔ په آخري ورځ پنجاب وېمنز په 400 ميټره منډه ٬ مېنز اېنډ وېمنز 4*100 ميټر كښې د سرو زرو تمغې ګټلې دې ۔د سندھ عبدالمعيد او د پنجاب توراب زهره د سل ميټره نه پس په 200 ميټره سيالو كښې د فاټسټ اېتهليټ اعزاز ترلاسه كړې