د شمالی وزیرستان یونین آف جرنلسټ ټاكنې، سمیع اللہ داوړ د مقابلې نه غير صدر منتحب شو

پېښور 29 جنوری (اے پی پی) شمالی وزیرستان كښې د خبريالانو تنظیم یونین آف جرنلسټس ټاكنو كښې نامتو خبريال سمیع اللہ داوړ د مقابلې نه غير صدر منتخب شوے٬ دغسې یوسف هارون جنرل سیکرټري ٬ حاجی سید حلیم سينئر ناب صدر ٬ عثمان خان پریس سیکټري ،ملك فاروق جانټ سیکټري،زین اللہ خان فنانس سیکټري،حاجی ملك جفر د پرېس کلب صدر او سرپرست اعلی حاجی یسین منتخب شوي ۔ په يوه غونډه كښې د یونین او پریس کلب په مسئلو غور هم وشو په غونډه كښې دا پريكړه هم وشوه چې يونين به د ټولو قبائلی ضلعو د صحافتی تنظیمونو يو موټے كولو هڅې كوي