د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د بېګم نسيم ولي خان په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اے اېن پي لارښودې بېګم نسيم ولي خان په مړينه خواشيني ښودلې. د اتوار په ورځ د غمرازې په پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د ارواښادې كورنۍ سره غمرازي كوو. ده ووئيل چې د بېګم نسيم ولي خان سياسي خدمات به تل ياد ساتلې شي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته زغم توفيق وركړي.