د سېنېټ په ټاكنو كښې د بلوچستان د 12 چوكو د غېر حتمي او غېر سركاري نتيجو له مخې حكومتي اتحاد 8 او اپوزېشن 4 چوكۍ ګټلې دي

كوئټه 03 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ په ټاكنو كښې د بلوچستان د 12 چوكو د غېر حتمي او غېر سركاري نتيجو له مخې حكومتي اتحاد 8 او اپوزېشن 4 چوكۍ ګټلې دي۔د سېنېټ په ټاكنو كښې د بلوچستان په اسمبلۍ كښې ټولو 65 غړو ووټ كاسټ كړی٬د بلوچستان څخه په 7 عمومي چوكو د حكومتي اتحاد پنځه او د اپوزېشن اتحاد دوه كانديدانو كاميابي ترلاسه كړی۔په عمومي چوكو د حكومتي اتحاد څخه سرفراز احمد بكټي٬منظور احمد كاكړ٬ ، پرنس احمد عمر احمد زئی، ارباب عمر فاروق او محمدعبدالقادر كاميابي ترلاسه كړې۔د اپوزېشن ګوندونو لخوا په عمومي چوكو مولانا عبدالغفور حېدري او محمد قاسم رونجهو بريالي شوي۔د مېرمنو په دوه چوكو ثمينه ممتاز او نسيم احسان كاميابي ترلاسه كړی۔د ثمينه ممتاز تعلق بي اے پي سره دې او د حكومت اتحاد ملاتړ يې لرلو۔نسيمه احسان آزاده كانديده وه او يوه ورځ وړاندې په بي اېن پي كښې شامله شوې وه هغې د اپوزېشن اتحاد ملاتړ ترلاسه كړی و٬د ټېكنو كرېټ په دوه چوكو د جے يو آئي كامران مرتضٰی اېډووكېټ بريالې شوې٬د اپوزېشن ملاتړ يې ترلاسه كړی وو۔په بله چوكۍ د بي اے پي سعيد احمد هاشمي بريالې شوې او د حكومت اتحاد ملاتړ يې ترلاسه كړی وو۔د بلوچستان څخه په اقليتي چوكۍ د بلوچستان عوامي ګوند د دهنېش كمار بريالې شوې٬د حكومت اتحاد ملاتړ يې ترلاسه كړی وو