د سوريې ځواكونو په عملياتو كښې 338 ترهګر وژل شوي

دمشق 13 مئي (اے پي پي) د سوريې ځواكونو په عملياتو كښې 338 ترهګر وژل شوي دي. په سوريه كښې د روسيې پوځي وياند اعلان كړے چې د سوريې ځواكونو د عام وګړو په ضد د ترهګرو د بريدونو د مخ نيوي په غرض د روسيې د فضائيه په مرسته د اپرېل د 23مې نېټې څخه تر اوسه پوځي عمليات كړي دي. په دې عملياتو كښې 338 ترهګر وژل شوي دي او د دوي د 80 نه زيات مركزونه او پټنځايونه تباه كړې شوي دي. د روسيې د پوځ وياند ووئيل چې د سوريې پوځ د روسيې د فضائيه په مرسته په دشتو كښې د لټون عمليات ترسره كوي.