دمشق 04 جولائي (اے پی پی)د سوريې اولس مشر بشارالاسد كابينه كښې نوي وزيران شامل كړي دي ۔په نوي كابينه كښې ځينې پخواني وزيران په غوره چوكو فائز دي ٬ د اطلاعات او اقتصاديات وزارت پشمول 14 وزارتونو لپاره نوي وزيران اخستې شوې دې۔د عرب خبري اژانس له مخې نوي وزيران د تجارت٬داخله چارو٬ مواصلات٬اوبو٬ټرانسپورټ٬آبادكاري٬اقتصاديات٬ ماليات٬صنعت٬تېل او تجارت په جوكو غوره كړې شوې ۔سږ كال د اپريل پھ مياشت كښې د ټاكنو او د جون پھ 6مه نېټھ د سوګند پورته كولو دستورې نه پس د جون پھ 22مه نېټھ اولس مشر بشارالاسد د يو صدارتي حكم نامې له مخې د برېښنا وزير عماد خميس د وائل الحلقي په ځاې د نګران حكومت جوړولو امر كړی وو۔ د پخوانۍ كابينې دفاع وزير العماد فهد الفريج هم هغسې خپلې زمه وارۍ تر سره كوي